| دسيمه ييزورسنيودخپرونوکيفيت اوڅرنګوالۍ |
نوموړې كردى ميز د01-jan-2010 دخوست ټولنيز مركز(ميديوتيك) او ميډيا هاسو لخوا جوړ شو.په خوست کې دامهال ٨ سيمه ييزې راډيوګانې اويومحلي تلويزيون نشرات لري،چې دخوست زياتره اوسيدونکي يې خپرونې اوري. لدې سره،سره چې دراډيوګانونشرات هره ورځ له لسوترشپاړسوساعتونو غځيږي،مګرخوستوال يې دخپرونوله څرنګوالي ناخوښه دي او وايي،چې دسيمه ييزې ميډيا نشرات په ځانګړې توګه ځوان کهول لپاره زيان رسوونکي دي،ددې لپاره چې دخپرونودکيفيت او څرنګوالي په تړاو بحث وشي نوموړى ګردى ميز رابلل شوى وو. پدې ګردي ميزکې يوځل بيادميديوتيک اوپه ځانګړې ډول دنوموړي مرکزدرسنيودبرخې په ټولنيزو فعاليتونو اوږدبحث وشو. دوى ته يادونه وشوه،چې نوموړې اداره په پرله پسې توګه دشبکې پر جوړولواودخبرياﻻنودظرفيتونو دلوړولو پر بيلابيلوپروګرامونو او امکاناتوکارکوي. درسنيودخپرونوپرڅرنګوالي،څومره والي اودښه کېدو پرﻻرو چارو ګټورنظريات او افکارپه ډاګه شول. دخوست ميديوتيک څخه درسنيواستازيوځانګړې مننه وکړه،چې د ژورناليزم په برخه کې حياتي مسايلوته پاملرنه کوي،او دوى دستونزو دحل ﻻرې چارې په ګوته کوي. |





نوموړې كردى ميز د01-jan-2010 دخوست ټولنيز مركز(ميديوتيك) او ميډيا هاسو لخوا جوړ شو.