Mediothek Afghanistan                 1         2         3         4         5         6         7
  • English
  • Dari
  • Pashto

دخبريالانو لپاره دوه ورکشاپونه جوړ شول
دخوست ټولنيز مرکز د ميديوتيک، د رسنيو کور په برخه کې په يو ځل د کول اډيټ د زده کړې دوه ورکشاپونه جوړ  شول.
په نوموړيو ورکشاپونو کې  16 تنو د سهار له خوا او 18 تنه د ماسپښين له خوا روزل کيدل.
نو موړي ورکشاپونه چې د 2010 کال د جنوري په 7 مه پيل شوي ول، د جنوري په 14 مه پاى ته  ورسيدل.
د ورکشاپونو ټول ګډونوال په خوست  کې د بيلابيلو سيمه ييزو رسنيو خبريالان ول، چې دوى د ورکشاپ په جريان کې د کول اډيټ په پروګرام برلاسي شول او دوى ددې جوګه شول تر څو په مربوطه رسنيو کې د تخنيک په برخه کې په برياليتوب سره کار وکړي.
د ورکشاپ ګډونوالو د خوست MCC د فتر له روزنيزو پروګرامونو خوښي څرګنده کړه او د رسنيو د فعاليتونو ظرفيت جوړونه يې يو اهمه اړتيا وښوده.
 
Copyright © 2008 Mediothek Afghanistan. All Rights Reserved.
Mediothek | Email:cckabul@mediothek.org.af | Phone: 0700 203843
Designed by YangHe