| د خوست ټولنيز دفتر اونيزې مشاعرې |
دخوست ټولنيز مرکز ميديوتيک د 2009 کال د اګست مياشتې راهيسې هره اونۍ د پنجشنبې په ورځو د چنار په نوم اونيزه مشاعره لري.په يادې مشاعرې کې د خوست د مرکز ، ولسواليو او اړوند سيمو په لسګونو شاعران او فرهنګيان برخه اخلي. په مشاعره کې نه يوازې ډېر شمېر ګډونوال خپل او د نورو شاعرانو شعرونه لولي بلکې د ادبياتو په بيلابيلو خواوو بحث او خبرې اترې هم کيږي. ميديوتيک توانيدلى تر څو هره اونۍ نوموړي مشاعره غښتلي کړي او ګډونوال يې زيات شي. نوموړي مشاعره په اونۍ کې دوه ځلې د وولس غږ راډيو له لارې خپريږي او همداشان په منظم ډول يې راپورونه د سيمه ييزو رسنيو له لاري نشر ته سپارل کيږي. |





دخوست ټولنيز مرکز ميديوتيک د 2009 کال د اګست مياشتې راهيسې هره اونۍ د پنجشنبې په ورځو د چنار په نوم اونيزه مشاعره لري.