| په خوست كې د مدني ټولنو ګډه جرګه ګۍجوړه شوه |
د 2010 اول د جنوري په 25 مه نيټه په خوست کې د مدنې ټولنې د بنسټونو د ګډې جرګې د جوړيدو په باب دخوست MCC په دفتر کې غونډه وشوه.په نوموړي غونډه کې چې د يونما د جنوب ختيز زون استازى محمد کريم نوښتګر هم ګډون کړى وو، د خوست د مدني ټولنو 15 نهادونو برخه خيستي وه. ښاغلي نوښتګر يادونه وکړه چې يونما په پام کې لري د سيمه ييزې حکومتدارۍ سره د مرستې اوملاتړ په موخه د نورو سيمو په شان خوست په شان خوست کې ګډه جرګه جوړه کړي. د موضوع په تړاو مولوي محمد ايوب هاشيمي ، نصير احمد روښان ، اميربهير،محمدعالم ، نجيب الله الوخيل او نورو خبرې وکړې او نوموړى اقدام يې وستايه. نجيب الله الوخيل په مپلو خبرو کې هغه فعاليتونه په ډاګه کړل چې د مدني ټولنو د همکارۍ او همغږيتوب لپاره يې تر سره کړي دي. ده يې يادونه وکړه ،چې ديادې جرګې د جوړيدو لپاره دخوست MCC دفتر ټول تخنيکي وسايل برابر کړي او نهادونه به سره راغونډ کړي. |





د 2010 اول د جنوري په 25 مه نيټه په خوست کې د مدنې ټولنې د بنسټونو د ګډې جرګې د جوړيدو په باب دخوست MCC په دفتر کې غونډه وشوه.