|
ننګرهار چارواکي وايي: د شينوارو د سه شنبې دورځې په جګړه کې د ١٣ تنو مړو او ١٨ تنو زخميانو خبر تائيدوي. د ننګرهار دوالي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: دشينوارو د دوو قومونو، سه پاى او عليشېر خېلو په جګړه کې، چې دځمکې په سر رامنځته شوې وه تر ١٣ مړه او ١٨ ټپيان شوي دي. ويل کېږي چې سه پاى قوم يوځل بيا هغه کړکېچنې سيمې ته ورټول شوي، چې له امله يې جګړه پېښه شوې او ددې وېره شته چې يوځل بيا جنګ تودشي؛ خو ددغه قوم مشر حاجي ملک عثمان شينواري وويل: تر ٤٠ زيات سړي او ټپيان يې په ډګر پراته دي او دوى جګړه نه غواړي. بل لوري ته دعليشېر خېلو دقوم يوه مشر حاجي ملاجان شينواري وويل: دوى تېره ورځ سوله ايزې مظاهرې ته وتلي و، چې پر جګړه واوښتل او جګړه ايزه ځمکه ددوى پلارنى ملکيت دى، ننګرهار چارواکي وايي، له بېلا بېلو خواو نه يې جرګې مرکې رابللي چې دواړه خواوې يوځل بيا له احتمالي جګړې راوژغوري.
|