Mediothek Afghanistan                 1         2         3         4         5         6         7
  • English
  • Dari
  • Pashto

په پکتيکا کې دموټربم چاودنه شوې.


دچهارشنبې په سهار شاوخوا نهه بجې دپکتيکا ولايت دبرمل ولسوالۍ دمرغې په سيمه کې دبهرنيوځواکونوپه ميشت ځای کې دموټربم چاودنه شوې.
دپکتيا د203 تندر قل اردو مرستيال جنرال يارمحمدسعيدي دپيښې دپخلي ترڅنګ ويلي،چې په دې بريد کې څلوردملي اردو اوپنځه سرحدي پوليس ټپيان شوي ، خو دبهرنيوسرتيرو دمرګ اوژوبلې په اړه يې ناخبري وښوده .
دوسلوالوطالبانووياندذبيح الله مجاهد وايې ،چې ددوی يوه ملګري نوموړي بريد ديوه مزدا ډوله موټرڅخه په استفادې کړی ،چې ترڅلويښتوبهرني اوکورني عسکريې پکې وژلي دي.

 
Copyright © 2008 Mediothek Afghanistan. All Rights Reserved.
Mediothek | Email:cckabul@mediothek.org.af | Phone: 0700 203843
Designed by YangHe