|
دپاکستان په شمالي سيمه کې ديو قبايلي مشر په موټر باندې نامعلومو اورپکو بريد وکړ چې په نتيجه کې قبايلى مشر ټپي شو امنيتي مامورينو رسنيو ته ويلي دي چې دمومندو ايجنسۍ يو قبايلى مشر ملک ظفر دشبقدر په سيمه کې په خپل موټر کې سپور و چې نامعلومو اورپکو پرې بريد وکړ چې له امله يې دى او ورسره په لاره تلوونکې ددوه مېرمنې هم ټپي شوې. يادې مېرمنې هغه مهال ټپي شوې کله چې دده ساتونکو په اورپکو ځوابي ډزې پيل کړى په ياده پېښه کې دملک ظفر موټر هم زيان من شوى دى
|