Mediothek Afghanistan                 1         2         3         4         5         6         7
  • English
  • Dari
  • Pashto

پکتيکا : په هوايي بريدکې دوه وسلوال طالبان ووژل شول


د پکتيکا امنيتي چارواکي وايې، چې دناټوځواکونوپه هوايي بريدکې ديکشنبې په ورځ شاخوا پنځه بجې اوديرش دقيقې دپکتيکا ولايت دسروزې په ولسوالۍ کې دوه کسه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دپکتيا دوالي وياند مخلص افغان وايې،چې وسلوالوطالبانودسروزې پرولسوالۍ دتوغنديوبريدوکړ ،چې توغندي دولسوالۍ په شاوخوا کې ولګيدل ،چې هېڅ ډول زيان يې نه درلود.
وروسته دافغان اوبهرنيوځواکونوله لوري هغه سيمه کې هوايي اوځمکني عمليات پيل شول ،چې له کومې سيمې پرولسوالۍ توغندي توغول شوي وو.
ښاغلی افغان وايې،چې دبهرنيوځواکونوپه هوايي بريدکې دوه کسه ووژل شول، چې يويې پاکستانی اوبل يې دهمدې سيمې اوسيدونکی دی.
وسلوالوطالبانوددې پيښې په اړه ويلي،چې دوی دسروزې په ولسوالۍ نهه توغندي توغولي ،چې په ولسوالۍ کې ميشت افغان اوبهرنيوځواکونوته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
بلخوا ددوشنبې په ورځ سهار وختي دپکتيکا ولايت ددشرنې ښارګوټي ته نږدې يو دهقان دسړ ک دغاړي دماين ښکار شو.
دسيمې اوسيدونکي وايې،چې نوموړی کس ددپکتيکا دشرنې دګڼاوخيلو اوسيدونکی وو ،هغه مهال دسړک پرغاړه دځای پرځای شوي ماين ښکارشو ،چې غوښتل يې خپلوکروندو ته داوبوکولوپه موخه لاړشي ،چې دسړک دغاړې دماين چاودنه پرې وشوه اوځای پرځای ووژل شو.
ددې پيښې په اړه تراوسه دولت اونه هم کومې وسلوالې ډلې رسنيوته څه ويلي دي.
د۱۳۸۹کال دزمري دمياشتې ۴ مه نيټه
ساحل منګل – پکتيا
2010-07-26

 
Copyright © 2008 Mediothek Afghanistan. All Rights Reserved.
Mediothek | Email:cckabul@mediothek.org.af | Phone: 0700 203843
Designed by YangHe