|
د افغانستان د ختيزو ولايتونو خپلواکو خبريالانو د ١٣٨٩ل کال د اسد د مياشتې په ٤ نېټه د ننګرهار ميديوتيک په رسنيو کور کې د خپلو ستونزو په اړه غونډه وکړه، چې په کې د ګڼو رسنيو شايق نېټ ورک، کليد راډيو، پژواک اژانس، پښتون اخبار، رويټر اژانس او تصويري رسنيو طلوع، اريانا، شمشاد خبريالانو دغه راز د ولايت وياند، د اطلاعاتو او کلتور رئيس، د جانبټ په مشرۍ د پولې پورې پروګرام يا پکټ مسوولينو، د نى شبکې سيمه ايز مشر او کارکوونکو، د ملګرو ملتو د سياسي دفتر مطبوعاتي مسوول او دهغه سلاکار، د بشر د حقوقو خپلواک کمېسون مرستيال او نورو ګڼو مسوولينو ګډون درلود، په غونډه کې د ژورنالېستانو پرمخ پرتو ستونزو باندې خبرې وشوې. په پيل کې د رسنيو د کور مسوول محمد داود وفا وويل: په دې وروستيو کې دولتي مقامات او د ائتلافي ځواکونو منابع خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي. دغه راز د وسله والو مخالفينو او نورو ناڅرګندو لوريو له خوا خبريالان له ډول ډول ستونزو او ګواښونو سره مخامخ دي. ده وويل: دا کنفرانس په همدې هدف جوړشوى، هيله ده اړونده ادارو چارواکي د خبريالانو له خولې ددوى ستونزې پخپله واوري.
د خپلواکو خبريالانو ددفاع کمېټې مشر او په ختيزه سيمه کې د پژواک اژانس خبريال عبدالمعيد هاشمي وويل: زموږ د ستونزو ډېره برخه دولتي چارواکي دي، يو خو ژورنالېستانو ته پخپل وخت معلومات نه ورکوي او بل دا چې اکثره وخت معلومات بېخي پټوي، چې دا په ژور نالېزم کې د تودو پېښو په وخت خپرولو کې مهمه برخه ځکه ده، که چېرته يو ژورنالېست خپلې رسنۍ ته په وخت خبر ورنه کړي، دا د ژورنالېستانو په ناخبرۍ دلالت کوي. شاولي نيازى چې د لغمان د خپلواکو ژورنالېستانو د ټولنې مشري په غاړه لري وې ويل: پخوا ښه و د دولتي چارواکو لخوا اخطارونه نه راکول کېدل؛ خو اوس تر بل هرچا لومړى دولتي چارواکي موږ زيات تهديدوي او آن دمرګ ګواښونه هم راته کېږي. ده وويل: څه موده وړاندې مې د يوې سيمه ايزې مظاهرې خبر په کره شواهدو خپور کړ، خو د والي لخوا ولايت ته وغوښتل شوم او د سخت ګواښونه راته وشول. له کونړ نه راغلي خبريال سيد عبدالله نظامي د کونړ د خبريالانو ستونزې بيان کړې دغه راز نورو ډېرو ژورنالېستانو هم خپلې ستونزې څرګندې کړې، دوى يوازې له دولتي چارواکو نه سرنه ټکاوه، بلکې له وسله والو مخالفينو او ائتلافي ځواکونونه هم خوابدي وو. د ننګرهار د ولايت وياند حمدضيا عبدالزي ژورنالېستانو ته ډاډ ورکړ او وې ويل، چې زه به سر له اوسه خپلې هلې ځلې پيل کړم او له دولتي چارواکو سره به ستاسې پر وړاندې پرتې ستونزې شريکوم او تر خپل وسه به هڅه وکړم تر څو يې حل لار و مومم. د ژورنالېستانو لخوا ددوى د ستونزو په اړه لاندې پرېکړه ليک د ټولو په اتفاق په دې توګه وړاندې شو: ١- حکومت خبريالانو ته پخپل وخت معلومات نه ورکوي، يا پوره معلومات نه ورکوي، موږ ددغه غونډې له دريځ نه پر چارواکو غږ کوو، چې ژورنالېستانو ته د معلوماتو د ورکړې ستونزه حل کړي. ٢- د خبريالانو د امنيت خونديتوب په دې ورستيو کې ډېر خراب شوى، خبريالانو ته ګواښونه کېږي، په وړاندې يې په اګاهانه ډول امنيتي ستونزې رامنځته کېږي. پر ښکېلو خواو دامنيتي ستونزو د حل غږ کوو. ٣- د پېښو پروخت خبريالان تهديدېږي او سپکېږي، دا مسله تر ډېره چارواکو ته راجع ده. پر چارواکو د خبريالانو ددرنښت غږ کوو. ٤- د حکومت تبليغات او د رغاونې دکارونو په اړه پوهاوى ډېر کمزورى دى. حکومت دې ددغه ستونزې حل ته پام واړوي. ٥- د ژورنالېستانو په نوم کابل مېشتې ټولنې، نه زموږ ټولنې دي او نه يې موږ غړي يو؛ ځکه په تېرو کلونو کې يې نه موږ ته کار کړى او نه له موږ څخه دفاع. ٦- په ننګرهار او ختيزه سيمه کې ځينې ادارې روزنيز کورسونه او سيمنارونه جوړوي، چې له ژورنالېستانو سره هېڅ تفاهم نه لري. دغه ډول پروګرامونه هم د ازادې ميډيا پر وړاندې ستونزه بولو. د نورو خبريالانو پر ځاى دې موجود خبريالان وروزل شي. ٧- د ختيزې سيمې د ژورنالېستانو له موافقې پرته په هغو غونډو کې ګډون نه کوو، چې دولتي چارواکي، ائتلافي مشران او ژورنالېستان سره کېنوي. ٨- هغه پروژه يي پروګرامونه، چې د ختيزې سيمې د ژورنالېستانو تفاهم او موافقه په کې نه وي شامله زموږ پروګرامونه نه دي. تر پرېکړليک لوستو وروسته ټولو خبريالانو په راتلونکي کې د يوې نتيجوي غونډې د جوړولو غوښتنه وکړه، تر څو معلومه کړي، چې د خپلو ستونزو پر وړاندې مبارزه يې څه لاسته راوړنې لري . ننګرهار ميديوتيک ميډياهاوس م- الله يار 2010.7.26 |