|
د چارشنبې له سهار راهيسې د جلال اباد ښار په ګډون د ننګرهار ولايت په مختلفو سيمو کې راوتلو سېلابونو درون تاوان اړولى دى. د جلال اباد ښار د ختيزې څنډې په بېز اکمالاتي کې راوتلي سېلاب سلګونه کورونه يا ويجاړ کړي او يا يې زيانمن کړي. د ننګرهار دوالي وياند حمدضيا عبدالزي وويل، سمدستي د سېلابونو د زيان معلومات نه شي کېدى. ده وويل: د خوګياڼيو ولسوالۍ په چمتله کې د سره رود ولسوالۍ په ځينو سيمو کې په مومندره، اچين، سپين غر او نورو سيمو کې سېلابونه راوتلي او لاهم دوام لري. ده وويل: د مالي او ځاني زيانونو په اړه پوره معلومات نه لري؛ ځکه چې لا هم باران اوري او سېلابونه روان دي؛ خو دده په وينا د شينوارو په مامند کې ددريو تنو ماشومانو دمړينې خبر ور رسېدلى. له کوټ ولسوالۍ نه يوه قومي مشر ملک نياز محمد په ټېلفون کې وويل: سېلاب دغلته لارې تړلي او زيانونه يې اړولي. ده وويل: لسګونه جريبه ځمکه، چې شولې، جوار او پمبه په کې کرلې وه سېلاب په مخه لاهو کړي. ده وويل سيمه ايز خلک مرستو ته ضرورت لري. دغه راز د ننګرهار ولايت په ګڼو نورو ولسواليو کې هم سېلابونو درون تاوان اړولى، پخپله د جلال اباد ښار لارې کوڅې له اوبو ډکې دي او د چارشنبې د ورځې تر غرمې لاهم باران اوري، چې خلک ورته اندېښمن دي. د ننګرهار د پوليسو وياند سمونوال عبدالغفور وويل: د ننګرهار په ختيزه سيمه کې د شينوارو په مامند کې راوتلي سېلاب يوه ښځه وژلې او پنځوس جريبه ځمکه يې وړې ده. چارواکي وايي: دوى ته د زيانونو پوره معلومات تر اوسه نه دى شوى او تراوسه لاد ژغورنې په چارو بوخت دي. د والي وياند احمدضيا عبدالزي وويل: د ګل اغا شېرزي په حکم په جلال اباد کې پراته د ملي اردو پوځيان، د ملي پوليسو او سرحدي پوليسو قطعات د اکمالاتي بېز په ګډون بېلابېلو سيمو ته ورغلي او د ژغورنې په عملياتو بوخت دي. د جلال اباد ښار اوسېدونکو وويل: د ښاروالۍ د نه پاملرنې په وجه د ښار لارې کوڅې له اوبو ډکې شوي او د ښار والۍ چارواکي يې په وړاندې بې پروا دي. خو د ښاروالۍ چارواکي دايوه طبعي پېښه بولي. بل لوري ته د رنو بارانونو د جلال اباد او شاوخوا سيمو د ګرځنده ټېلفونونو انتنونه هم زيانمن کړي او ټېلفوني شبکې له کاره لوېدلي او د انټرنېټ کاروونکو ته هم ستونزې رامنځته شوي دي. م- لرليد 2010.7.28
|