|
د لغمان ولايت په ګڼو بېلابېلو سيمو کې د چارشنبې شپې راهيسې پيل شوو ورښتونو له کبله راوتلو سېلابونو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، سلګونه څاروي او خلکوته ځاني او مالي تاوانونه واړول.
د لغمان دوالي وياند ګلرحمن همدرد ننني افغانستان ته وويل: د تېرې شپې له دولس بجو راهيسې پيل شويو ورښتونو له امله په قرغيو، اليشنګ او دولت شاه ولسواليو کې راوتلو سېلابونو زرګونه جريبه کرنيزه ځمکه، درې سيمه اييز بازارونه، سلګونه کورونه ويجاړکړي او سلګونه څاروي يې وړي دي. همدرد د ځاني زيان په اړه وويل: چې تر اوسه يې له راوتلو سېلابونو نه د ٩ تنو ولسي وګړو د راوېستو خبر تر لاسه کړى؛ خو ولسي خلک بيا په راوتلو سېلابونو کې د ٢٠ تنو ولسي خلکو دورکېدو خبر ورکوي. همدرد وويل: په دولت شاه ولسوالۍ کې پنځه کېبلي پلونه او يو د ګونه پال پول هم سېلابونو ويجاړ کړي دي. ده زياته کړه: په سيمه کې راوتلو سېلابونو ٨ کانټينري هټۍ(دوکانونه) په مخه کړي، دغه راز د لغمان په مرکز کې د تيرګړيو پول ته څېرمه هم د هټيو د زيانمنېدو خبر ورکړ شوى دى. په عينې حال کې د لغمان والي محمد اقبال عزيزي د ټولو رياستونو درئيسانو يوې رابلل شوې غونډه ته حکم کړې، چې له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي. د والي وياند وويل: د ښار اوسېدونکو ته هم خوندي ځاى په نظر کې نيول شوى او دولسواليو له زيانمنو شويو سيمو خلک خوندي ځايونو ته انتقال شوي دي. نن ورځ تر غرمې لا هم ورښت اوري او دا سې ويره شته، چې په الشينګ کې د اسلام اباد پول، قرغيو کې نرنګ او دولت شاه کې هم ځيني پلونه او ځايونه د سېلابونو ترګواښ لاندې دي او د ويجاړېدو له خطر سره مخ دي. د لغمان ولايت سيمه ايز پر دولت غږ کوي، چې د سېلاب تر ګواښ لاندې سيمو ته دې د مرستو عمليې ولېږدوي، ترڅو له خطر سره مخ خلک يو خوندي ځاى ته ولېږدوي. احمدضيا افشان نننى افغانستان لغمان 2010.7.28 |